د بحرین ال خلیفه رژیم د خلکو ځپلو ته دوام ورکړی
د بحرین د بشري حقوقو د مرکز مشر وویل د بحرین د خلکو د انقلاب ځپل هماغه راز دوام لري.
د بحرین د بشري حقوقو د مرکز مشر باقر درویش په بیروت کښې له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې د خپل هیواد د خلکو د انقلاب د وروستي حالت په هکله وویل د بحرین ال خلیفه رژیم د خلکو او د سیاسي ګوندونو د څنګ ته کولو او د عمومي مشارکت د حق په رسمیت نه پيژندلو سیاست ته دوام ورکوي.
د بحرین د بشري حقوقو د مرکز مشر باقر درویش په هیواد کښې د سیاسي بندیانو د حالت په هکله وویل د زندانیانو حالت ورځ تر بلې په خرابیدا دی او په زندان کښې له بندیانو سره د بد چلند ، شکنجه کیدا او د طبي اسانتیاو د نه برابرولو په هکله ډیر شکایتونه شوي دي.
هغه وویل د بحرین د خلکو د خلاف ورزۍ په چوکاټ کښې د هیواد چارواکي د رسنیو د ازادۍ په شمول ازادیانې له مینځه وړي او د بحرین په سلګونو خلک په خپل سري ډول او یوازې د خپلې عقیدې د څرګندولو او د سوله ئیزو غونډو د جوړولو په خاطر محکوم شوي دي.