ترکیه کې نږدې ۵ میلیونه کډوال ژوند کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i133414-ترکیه_کې_نږدې_۵_میلیونه_کډوال_ژوند_کوي
د ترکیې د ټي ارټي خبري اژانس د معلوماتو له مخې د دغه هېواد د کډوالو چارو ریاست اعلان وکړ چې په ترکیه کې په مجموعي ډول څلور میلیونه، نهه سوه نوي زره شپږ سوه درې شپیته تنه کډوال شتون لري.
(last modified 2023-05-25T07:02:46+00:00 )
May 25, 2023 11:29 Asia/Kabul
  • ترکیه کې نږدې ۵ میلیونه کډوال ژوند کوي

د ترکیې د ټي ارټي خبري اژانس د معلوماتو له مخې د دغه هېواد د کډوالو چارو ریاست اعلان وکړ چې په ترکیه کې په مجموعي ډول څلور میلیونه، نهه سوه نوي زره شپږ سوه درې شپیته تنه کډوال شتون لري.

ترکیه کې نږدې ۵ میلیونه کډوال ژوند کوي

د ترکیې د ټي ارټي خبري اژانس د معلوماتو له مخې د دغه هېواد د کډوالو چارو ریاست اعلان وکړ چې په ترکیه کې په مجموعي ډول څلور میلیونه، نهه سوه نوي زره شپږ سوه درې شپیته تنه کډوال شتون لري.

د خپور شوي‌ بیان له مخې  په تورکیه کې د موقتي‌ محافظت په چوکاټ کې ۳ میلیونه ۳۸۱ زره او ۴۲۹ تنه سوریي‌ وګړي‌  شتون لري‌ چې ۵۵۴ زره او ۱۱۴ تنه يي بیرته په خپله خوښه او داوطلبانه توګه خپل هیواد ته ستانه شوي‌ دي‌.

همداشان ۳۰۰ زره او ۷۲۰ تنه د نړۍوال محافظت په چوکاټ کې  او یو میلیون ۳۰۸ زره او ۵۱۴ تنه په قانوني‌ توګه د اقامت په درلودولو سره ژوند کوي.

پدې ډول په هیواد کې په مجموعي‌ ډول ۴ میلیونه ۹۹۰ زره او ۶۶۳ تنه بهرنیان ژوند کوي.