مقاومت په ډیر غوره او دښمن په بدترین حالت کښې دی
د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي ټینګار وکړ چې صهیونیسټي دښمن نن سبا په خپل ډیر بد حالت کښې دی او دا په داسې حال کښې دي چې مقاومت خپلې بهترینې ورځې تیروي.
د المنار چینل د خبر له مخې، شیخ نبیل قاووق د مقاومت له چورلیز سره د جنګ د شبیه سازۍ په موخه د پوځي مانورۍ د ترسره کولو په هکله د صهیونیسټي رژيم د پوځ د پریکړې په غبرګون کښې وویل: د اسرائیلیانو پوځي مشقونه د هغوي د قدرت ښوونکي نه دي بلکې د هغوي د کمزورۍ، ویرې او ناهیلۍ نښه ده او له امله یې د ښارګي میشتو صهیونیسټانو په زړونو کښې ویره او اندیښنه زیاتیږي.
قاووق هم داشان دې ته په اشارې سره چې د جنګ د میدانونو حقیقت د صهیونیسټانو لپاره په یوې داسې خپسکې بدل شوی دی د دښمن د سترګونو خوبونه حراموي، زیاته کړه: د مقاومت توانمنۍ بب کیږي چې دښمن مخکښې له دې چې له لبنان سره د جنګ فکر وکړي، زرګونه ځلې له ویرې رپیږي.