اسرائیلي هیکرانو د پاکستان اطلاعات غلا کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i133636-اسرائیلي_هیکرانو_د_پاکستان_اطلاعات_غلا_کړې_دي
د پاکستاني ښاریزو د شخصي معلوماتو په غلا کولو کښې د اسرئیلي هیکرانو د فعالیت په هکله د رپورټونو له خپریدو وروسته، دې خبرې د اسلام آباد حکومت اندیښمن کړی دی.
(last modified 2023-05-29T22:47:09+00:00 )
May 30, 2023 03:14 Asia/Kabul
  • اسرائیلي هیکرانو د پاکستان اطلاعات غلا کړې دي

د پاکستاني ښاریزو د شخصي معلوماتو په غلا کولو کښې د اسرئیلي هیکرانو د فعالیت په هکله د رپورټونو له خپریدو وروسته، دې خبرې د اسلام آباد حکومت اندیښمن کړی دی.

د پاکستاني ښاریزو د شخصي معلوماتو په غلا کولو کښې د اسرئیلي هیکرانو د فعالیت په هکله د رپورټونو له خپریدو وروسته، دې خبرې د اسلام آباد حکومت اندیښمن کړی دی.

ایرنا د پاکستاني رسنیو په حواله لیکلي چې د پاکستان حکومتي سرچینو تاییده کړې چې د اسرائیلو هیکري شرکتونه د پاکستاني ښاریزو د شخصي معلوماتو په غلا کولو کښې لاس لري او د دې موضوع حساسیت ته په پام سره، له مشکوکو شرکتونو سره د شخصي اطلاعاتو د تبادلې د مخنیوي لپاره د پاکستان ټولو اړونده ارګانونو او مهمو وزارتخانو ته فوري او لازم الاجرا حکم ابلاغ شوی دی.

د راولپنډۍ چاپ «جنګ» ورځپاڼې پرون ولیکل: د پاکستان د ډیرو مهمو او پټو اطلاعاتو په غلا کولو کښې د اسرائیلي او روسي هیکرانو لاس دی او په اسلام آباد کښې حکومتي سرچینو تاییده کړې ده چې دغه هیکران د ځینو مهمو چارواکو اطلاعاتو ته د رسیدو په تکل او کوشش کښې دي.