د الاقصی جومات لپاره د تل ابیب شومې موخې
د قدس د له سیمو د دفاعي کمیټې غړی د الاقصی جومات لپاره د تل ابیب شومې موخې ته په اشارې سره، اعلان وکړ، نیواکګران د ښارګوټو د جوړونې په طرحونو او د الاقصی د جومات په یهودي کولو کې له مقاومت څخه وېره لري.
الاقصی جومات د اسلامي – فلسطینی د هویت د اصلې بېلګې په توګه پېژندل کیږي او صهیونیست رژیم هڅه کوي دا له مینځه یوسي لیکن د فلسطینیانو هوښیارتیا او مقاومت، د صهیونیست رژیم هڅې ورناکامه کړي دي.
د شهاب نیوز له راپور سره سم، د قدس له سیمو د دفاعي کمیټې غړی صالح الشویکی اعلان وکړ، په الاقصی جومات باندې د صهیونیستو ښارګۍ میشتو یرغل او سپکاوی د صهیونیست رژیم د فاشیستي کابینې د سیاستونو په لړ کې پلان شوي دي.
الشویکی په ټینګار سره وویل: نیواکګر په دې ټینګار کوي چي د الاقصی جومات اسلامي هویت وربدل کړي، د الاقصي جومات ته نژدې د صهیونیست رژیم د کابینې غونډه هم له دغې دسیسې څخه د ټولو صهیونیستي چارواکو د ملاتړ ښودنه کوي.
هغه زیاته کړه: هغه فلسطینیان چي په الاقصی جومات کې حضور مومي، له هغه څخه دفاع کوي او د مسلمانانو د دغه جومات د هویت د بدلولو لپاره د یهودو دسیسې ناکامه کوي.
اسرائیل رژیم اوس هڅه کوي چي جومات ته د مسلمانانو په ورتګ محدودیتونه ولګوي، ځینې وختونه جومات یهودیانو ته ځانګړې کړي او بیا ورو ورو جومات هویت بدل کړی او بلاخره یې د یهودیانو عبادتځای وګرځوي.