حضرت امام خمیني رح د قواو انډول بدل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i133892-حضرت_امام_خمیني_رح_د_قواو_انډول_بدل_کړ
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د بغداد د جمعې لمانځه خطیب ایت الله یاسین الموسوي د ایران د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د لوړ مقام په درنښت کولو سره وویل امام خمیني رح په سیمه او نړۍ کښې د قوا انډول بدل کړ.
(last modified 2023-06-03T22:41:39+00:00 )
Jun 04, 2023 03:08 Asia/Kabul
  • حضرت امام خمیني رح د قواو انډول بدل کړ

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د بغداد د جمعې لمانځه خطیب ایت الله یاسین الموسوي د ایران د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د لوړ مقام په درنښت کولو سره وویل امام خمیني رح په سیمه او نړۍ کښې د قوا انډول بدل کړ.

هغه د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت کلیزې ته په اشارې سره وویل امام خمیني رحمت الله علیه د عراق شیعه مسلمانان داسې ځای ته ورسول چې حکومت یې په لاس کښې واخیست او الحشد الشعبي ځواک او د عراق امنیتي ځواکونه د امام خمیني رح په برکت جوړ شول.

ایت الله یاسین موسوي د لویدیځې اسیا سیمې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل وروستۍ پیښې د دې ښودنه کوي چې د نړۍ په سویه پراخ بدلونونه د رامینځته کیدا په حال کښې دي او څو ورځې مخکې له سیمه ئیز امنیتي ائتلاف څخه چې امریکا جوړ کړی و  او اسرائیل هم د دغه ائتلاف غړی و د متحده عربي اماراتو د وتلو په هکله خبرونه خپاره شول او دغه خبرونه ښودنه کوي چې د امریکا قدرت مخ په ځوړتیا دی او د واشنګټن پوځیان به له سیمې ووځي.

الموسوي د عراق چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې له امریکا سره په اړیکو کښې بیا کتنه وکړي او د هیواد د بشپړه خپلواکۍ په لور حرکت وکړي ځکه چې په عراق کښې د امریکا سفیره همدا اوس د بغداد په ټولو چارو کښې لاسوهنې کوي او د عراق د ډیرو مسائیلو په هکله نظرونه بیانوي او د عراق د واکمنۍ خلاف ورزۍ کوي.