د فلسطین مقاومت ډلې د اسرائیلو کواډ کوپټر غورځولی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i134138-د_فلسطین_مقاومت_ډلې_د_اسرائیلو_کواډ_کوپټر_غورځولی
شهاب خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ ته اړونده جنین غونډ بریالی شو چې د صهیونیسټ رژیم یو کواډ کوپټر نسکور کړي.
(last modified 2023-06-08T20:39:17+00:00 )
Jun 09, 2023 00:50 Asia/Kabul
  • د فلسطین مقاومت ډلې د اسرائیلو کواډ کوپټر غورځولی

شهاب خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ ته اړونده جنین غونډ بریالی شو چې د صهیونیسټ رژیم یو کواډ کوپټر نسکور کړي.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ پوځي څانګې «سرایا القدس» وویل د جنین غونډ بریالی شوی چې د صهیونیسټ رژيم دغه کواډ کوپټر د جین کیمپ د پاسه نسکور کړي.

سرایا القدس ټينګار وکړ صهیونیسټ رژیم د دغه کواډ کوپټر په وسیله چې همدا اوس د مقاومت د ځواکونو په  لاس کښې دی له جنین کیمپ څخه عکسونه اخیستل.

د فلسطین مقاومت ډلو ته اړونده انجنیران د صهیونیسټ رژيم په دغه جاسوسۍ دستګاه د غور کولو او له هغې د صهیونیسټ پوځیانو ته د اړونده حساسو او مهمو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.