د  سورئې د بحران ددایمي او هراړخیز حل لارې ملاتړي یوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i134154-د_سورئې_د_بحران_ددایمي_او_هراړخیز_حل_لارې_ملاتړي_یوو
د قطر  دخارجه وزارت ویندوي ماجد بن محمد الانصاري تیره میاشت د سورئې د بحران د حل لارې دموندلو لپاره دعربو هیوادونو دهلوځلو څخه ددغه هیواد په هرکلی او ملاتړ اعلانولو سره  ټينګار کړی  چې دغه حل لاره باید دسورئې د ولس غوښتنو ته په حقیقي ځواب او مثبتو بدلونونو مشتمله وي.
(last modified 2023-06-09T06:37:56+00:00 )
Jun 09, 2023 11:05 Asia/Kabul
  • د  سورئې د بحران ددایمي او هراړخیز حل لارې ملاتړي یوو

د قطر  دخارجه وزارت ویندوي ماجد بن محمد الانصاري تیره میاشت د سورئې د بحران د حل لارې دموندلو لپاره دعربو هیوادونو دهلوځلو څخه ددغه هیواد په هرکلی او ملاتړ اعلانولو سره  ټينګار کړی  چې دغه حل لاره باید دسورئې د ولس غوښتنو ته په حقیقي ځواب او مثبتو بدلونونو مشتمله وي.

 د قطر خارجه وزیر پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئیل، دوحه په سورئې کې عادلانه حل لاره  غواړي او  دس یاسی حل لارو ملاتړ کوي.

سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ، د قطر  خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني  ووئیل، دغه هیواد له سورئې سره هیڅ مشکل نه لري او ددغه هیواد دبحران د سیاسی حل غوښتونکی دی. دقطر خارجه وزیر ټينګار وکړ،مونږ په سورئې کې  دعادلانه لارو چارو  غوښتونکي یوو او  د هغو سیاسی خبرواترو ملاتړ کوو چې ددغه هیواد ملت  د  رضایت وړ  وي.