د اسرائیلي اشغالګرو په ډزو ۶ فلسطینیان ټپیان شوي
د نابلس جنوب ختیځ اړوندپه جالود ښارګوټی کې د صهیونیسټي پوځیانو په بریدونو کېلږ تر لږه شپږ فلسطینیان ژوبل شول.
د اسرائیلي اشغالګرو په ډزو ۶ فلسطینیان ټپیان شوي
د نابلس جنوب ختیځ اړوندپه جالود ښارګوټی کې د صهیونیسټي پوځیانو په بریدونو کېلږ تر لږه شپږ فلسطینیان ژوبل شول.
د ایرنا په وینا؛ دغه راز صهیونیسټانو په رام الله کې د «ترمسعیا» په ښارګوټي هغه مهال د سیمې د خلکو د مقابلې سره مخامخ شول چې دوی غوښتل د فلسطینیانو کورونه وسوزوي.
صهیونیسټانو دغه راز د الاقصی جومات جنوب د سیلوان په ګاونډ کې له فلسطینیانو سره نښته وکړه چې په نتیجه کې یې یو شمېر فلسطینیان ژوبل شول.
صهیونیسټانو په تیرو ورځو کې د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو حملې او له فلسطینیانو سره یې نښتې وکړې.
په نیواکګرو سیمو په تیره بیا په لویدیځه غاړه کې په دې ورځو کې حالات ډیر ځانګړی دی او فلسطینیان د صهیونیسټانو بې شمیره جنایتونو ته په ډول ډول ځوابونه ورکوي.
له دې مخکې صهیونیسټانو یوازې د نیواکګرو سیمو په جنوب او د غزې په سیمو کې د فلسطینیانو سره په جګړه بوخت ول، خو اوس د فلسطین ختیځ او لویدیځه غاړه د وسله والو ځوانانو په را پورته کېدو سره د بزدله صهیونیسټانو په پټنځای بدله شوې ده .