نتانیاهو د صهیونیسټي ښارګي میشتو د ترهګرۍ مسئول دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i134904-نتانیاهو_د_صهیونیسټي_ښارګي_میشتو_د_ترهګرۍ_مسئول_دی
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې د صهیونیسټي رژيم کابینه او د دغه رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د فلسطین د خلکو خلاف د صهیونیسټي ښارګي میشتو د ترهګرۍ مسئول دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 25, 2023 04:08 Asia/Kabul
  • نتانیاهو د صهیونیسټي ښارګي میشتو د ترهګرۍ مسئول دی

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې د صهیونیسټي رژيم کابینه او د دغه رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د فلسطین د خلکو خلاف د صهیونیسټي ښارګي میشتو د ترهګرۍ مسئول دی.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار وکړ چې د موقته صهیونیسټي رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو، د فلسطین د خلکو خلاف د صهیونیسټي ښارګي میشتو د ترهګرۍ مسئول دی ځکه چې د نتانیاهو کابینې، د شخړې، جنایت او د فلسطین د خلکو د حقوقو د چخڼي کولو سیاست غوره کړی دی.

دغې وزارتخانې په دې خبرې سره چې د نتانیاهو د کابینې دا اقدامات د فلسطین د خلکو د شهیدولو لپاره د صهیونیسټانو د راپاریدو او لمسیدو لامل شوي دي، څرګنده کړه: په اسرائیلو واکمن ائتلاف د شخړو د هواري لپاره هر ډول سیمه ایز کوشش ناکامه کوي.

د فلسطین خارجه وزارت په پاې کښې ټینګار کړی دی، نړیوالې ټولنې د بین المللي پریکړه لیکونو په وړاندې دوه ګونې سیاست خپل کړی دی، په دې وجه د صهیونیسټي رژيم خلاف باید مخه نیونکې سزاګانې اعمال شي ترڅو د فلسطین د مسئلې په هکله صادر شوي پریکړه لیکونه اجرايي کړي.

په عین حال کښې د حماس غورځنګ یو مشر حسین ابوکویک تیر ماښام دې ته په اشارې سره چې په لویدیځې غاړې کښې مقاومت، دښمن ته یو مضبوط ځواب ورکړ، د نیواکګرو خلاف د مبارزې او مقاومت په دوام باندې ټینګار وکړ.

هغه وویل: د نیواکګر رژیم د ځپنې او ترهګرۍ ټولې طریقې به د فلسطین ولس هیڅکله تسلیمیدو ته مجبور نه کړې شي.

د ویلو ده چې د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې له تیرو څو ورځو راهیسې د صهیونیسټي پوځیانو او فلسطیني مبارزانو ترمینځ نښتې روانې دي.