د قرآن د سپکاوي په غبرګون کې اوآئي سی بیړنۍغونډه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135132-د_قرآن_د_سپکاوي_په_غبرګون_کې_اوآئي_سی_بیړنۍغونډه_جوړوي
د اسلامی ملګرتیا موسیې دارالانشاء په اروپائي هیوادونو په تیره بیا په سویډ کې د قرآن کریم په سپکاوي پسې  ددغې موسیسې د بیړنۍ غونډې  د ترسره کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Jun 30, 2023 14:39 Asia/Kabul
  • د قرآن د سپکاوي په غبرګون کې اوآئي سی بیړنۍغونډه جوړوي

د اسلامی ملګرتیا موسیې دارالانشاء په اروپائي هیوادونو په تیره بیا په سویډ کې د قرآن کریم په سپکاوي پسې  ددغې موسیسې د بیړنۍ غونډې  د ترسره کیدا خبر ورکړ.

 د جون په اته ویشتمه نیټه د سویډ په سټاکهم کې یوه ۳۸کلن افراطي کس چې وئيل کیږي د عراق یو ملحد او تښتیدلی کس دی ،د لوي اختر د چټئ په لومړی ورځ  ددغه ښار د یوه مرکزي جومات په وړاندې د کابو سلګونو مسلمانانو په وړاندې دقرآن کریم نسخې ته په داسې حال کې اور واچوۀ،چې د سویډ پولیسو ددغه سپک اقدام مجوز ورکړی ؤ.هغه په سپين سترګیتوب سره په  ډاګه وئیلي دي چې په راتلونکو لسو ورځو کې به  دغه ډول اقدام بیا وکړي.

رای الیوم ورځپاڼې راپور ورکړی، د اسلامی ملګرتیا موسیسې سکرټریټ اعلان کړی دی چې راتلونکي اونۍ  به  په سویډ ښار کې د قرآن کریم د سپکاوي د ارزونې په موخې سره د عربستان په جده ښار کې ددغې موسیسې  بیړنۍ غونډه ترسره شي.

په دغې اعلامیې کې همداراز زیاته شوې ده ، دغه ناسته به د ددې موسیسې د پړاویز  مشر په توګه د عربستان  په بلنې سره ترسره شي