عرب اتحادیه نن د فلسطین په هکله بیړنۍ غونډه ترسره کوي
عرب اتحادیې ویلي چې د فلسطین د حالاتو او په جنین ښار او کیمپ باندې د صهیونیسټي رژیم د حملې د څیړنې لپاره نن سه شنبه، بیړنۍ غونډه ترسره کوي
عرب اتحادیې ویلي چې د فلسطین د حالاتو او په جنین ښار او کیمپ باندې د صهیونیسټي رژیم د حملې د څیړنې لپاره نن سه شنبه، بیړنۍ غونډه ترسره کوي
ایرنا د عرب رسنیو له قوله خبر ورکړی چې عرب اتحادیې پرون وویل: په لویدیځې غاړې کښې د جنین د حالاتو د څیړنې په موخه د دائمي نمایندګانو په سویه د دې اتحادیې بیړنۍ غونډه به نن سهار ۱۱ بجې ترسره شي.
په عرب اتحادیې کښې د فلسطین دائمي استازي «مهند العکلوک» په دې هکله وویل: فلسطین د مصر او اردن په غږملتیا سره په جنین کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د څیړنې لپاره د دې غونډې د ترسره کیدو غوښتنه کړې ده.
د فلسطین کورواکه تشکیلاتو له دې مخکښې، په جنین ښار او کیمپ باندې د صهیونیسټي رژیم د تیري د څیړنې لپاره د عرب اتحادیې د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدو غوښتنه کړې وه.
خبري سرچینو ویلي چې د صهیونیسټي رژيم دغه تیری او حمله د امریکې په شنې اشارې سره شوې ده.