صهیونیسټي پوځیان بیا هم په لویدیځې غاړې حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135412-صهیونیسټي_پوځیان_بیا_هم_په_لویدیځې_غاړې_حمله_وکړه
د صهیونیسټي رژيم پوځیانو تیره شپه په رام الله او الخلیل سیمو باندې برید وکړ او له فلسطینیانو سره ښکیل شول.
(last modified 2023-07-07T07:39:19+00:00 )
Jul 07, 2023 11:59 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي پوځیان بیا هم په لویدیځې غاړې حمله وکړه

د صهیونیسټي رژيم پوځیانو تیره شپه په رام الله او الخلیل سیمو باندې برید وکړ او له فلسطینیانو سره ښکیل شول.

د فلسطین د سرې میاشتې ادارې وویل چې د رام ا... په لویدیځ کښې په «قبیا» کلي باندې د صهیونیسټي پوځیانو په یرغل کښې ۱۲ فلسطینیان زخمي شول.

صهیونیسټو پوځیانو هم داشان د الخلیل په سویل کښې په «السیمیا» او «السموع» سیمو حملې وکړې او څو تنه یې ونیول.

د دغه رپورټ له مخې، صهیونیسټي پوځیانو د رام ا... په ختیځ کښې په سلواد ښارګي هم برید وکړ او له فلسطیني ځوانانو سره ښکیل شول.

له بلې خوا د فلسطیني مقاومت ځواکونو د رام ا... په ختیځ کښې پر «بسجوت» نومې اسرائیلي ښارګي ډزې وکړې.

دا په داسې حال کښې دي چې پرون ماسپښین د نابلس په لویدیځ کښې په کدومیم ښارګي کښې د ډزو په عملیاتو کښې یو ښارګي میشت اسرائیلي وژل شوی او یو صهیونیسټي پوځي زخمي شو.

د دغې حملې پړه «حماس« غورځنګ منلې ده.