اسراییلي پوځیانو بیا پر جنین برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136488-اسراییلي_پوځیانو_بیا_پر_جنین_برید_وکړ
رسنیو خبر ورکړی دی چې د صهیونیسټ رژیم پوځیانو یو ځل بیا د لویدیځې غاړې په جنین ښار حمله کړې ده .
(last modified 2023-08-01T06:46:11+00:00 )
Aug 01, 2023 11:09 Asia/Kabul
  • اسراییلي پوځیانو بیا پر جنین برید وکړ

رسنیو خبر ورکړی دی چې د صهیونیسټ رژیم پوځیانو یو ځل بیا د لویدیځې غاړې په جنین ښار حمله کړې ده .

د اوا له راپور سره سم، صهیونیسټان د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ د فلسطین په مختلفو سیمو حملې کوی او فلسطینیان شهیدانوی، ژوبلوی او یا یې بندیانوی او زندانونو ته یې لیږی.

رسنیو خبر ورکړی دی چې پرون دوشنبه د اسد د میاشتې په نهمه نیټه صهیونیسټ رژیم د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د جنین په ښار کښې حمله وکړه او د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ د دوو فعالانو په شمول یې یو شمیر فلسطینیان ونیول.

له بلې خوا، عبراني رسنیو خبر ورکړی، چې نن سهار د جنین پر ښار له برید وروسته د فلسطیني مقاومت د جنګیالیو او نیواکګرو ځواکونو تر منځ وسله واله نښته شوې، چې دوی یې «باغ» بولي.

د دري راډيو د خبر له مخې، نن سهار د اسراييلي ځواکونو او فلسطيني وسله والو ترمنځ په نښتو کې يو فلسطينى ځوان په پښه ټپي شوى دى.