له یهودیانو سره د الاقصی جومات ویش ممکن نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137434-له_یهودیانو_سره_د_الاقصی_جومات_ویش_ممکن_نه_دی
په فلسطین کې د اسلامي جهاد غورځنګ د الاقصی د جومات د سوځېدو د څلور پنځومې کلیزې په مناسبت د دې په بیانولو سره چي دغه سپېڅلی جومات د ټولو مسلمانو پورې تړاو لري، ټینګار وکړ چي له یهودیانو سره د الاقصی د جومات ویش او یا د جومات یهودې کېدنه ناممکنه ده.
(last modified 2023-08-21T09:48:24+00:00 )
Aug 21, 2023 14:16 Asia/Kabul
  • له یهودیانو سره د الاقصی جومات ویش ممکن نه دی

په فلسطین کې د اسلامي جهاد غورځنګ د الاقصی د جومات د سوځېدو د څلور پنځومې کلیزې په مناسبت د دې په بیانولو سره چي دغه سپېڅلی جومات د ټولو مسلمانو پورې تړاو لري، ټینګار وکړ چي له یهودیانو سره د الاقصی د جومات ویش او یا د جومات یهودې کېدنه ناممکنه ده.

 د ایرنا له راپور سره سم، د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ د یوې اعلامیې په صادرولو سره، اعلان وکړ: الاقصی جومات او د فلسطین خاوره د نړۍ د مسلمانانو پورې تړاو لري.

په اعلامیه کې راغلې ده چي الاقصی جومات کې یهودیان هیڅ حق نه لري او دغه جومات له یهودیانو سره نه شي تقسیمېدای.

په اعلامیه کې راغلې چي د الاقصی جومات ازادول نه یوازې د فلسطین د ولس بلکې د ټول اسلامي امت دنده ده.

په ۱۹۶۹ میلادي کال کې یو صهیونیست ځوان الاقصی جومات ته اور واچول.