فلسطیني ډلود صیهونیسټانو ګواښونوته غبرګون وښوده
فلسطیني ډلود مقاومت د مشرانو پرضد د صیهونیسټانو د ګواښونو په غبرګون کې د هغو د هر ډول حماقت اود مقاومت د مشرانو د ترور په اړه خبرداری ورکړ .
د صهیونیسټ رژیم د امنیتي کابینې غړي یوځل بیا د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د مشرانو د ټرور ګواښ ورکړ.
صهیونیسټ رژیم چې همدا اوس د فلسطین د مقاومت له توغندوي عملیاتو پوزې ته راغلي دي او د دغو حملو په شا د تمبولو توان نلري یوځل بیا د ټرور سیاست په خپلې اجنډا کښې شامل کړی دی او د فلسطین د مقاومت د مشرانو د ټرور ګواښ یې کړی دی.
د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په تیرې اتبار ورځ د اسماعیل هنیه مرستیال صالح العاروري ته د ټرور ګواښ وکړ.
د صهیونیسټ رژيم د امنیتي کابینې غړي او د اسرائیلو رژیم یوه وزیر کاتس وویل که د فلسطین د حماس غورځنګ مشران په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټ رژیم پرضد عملیاتو ته د خلکو له هڅولو پښیمانه نشول اسرائیل به د دغو مشرانو د ټرور کولو اقدام وکړي.
د صهیونیسټ رژیم دغه وزیر دغه راز ډاګینه کړه هرڅوک چې وغواړي یهودیان قتل کړي نو بیه به یې ورکړي. په همدې لړ کښې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب ا... مشر حسن نصر ا...هم ټینګار وکړ په لبنان کښې د صهیونیسټ دښمن لخوا د ټرور هر ډول عملیات به له پریکنده اوپیاوړي ځواب سره مخامخ شي او هیڅکله به اجازه ورنکړو چې لبنان د ټرورونو په میدان بدل شي.
ده جوته کړه هیڅ ګواښ به مقاومت ونه دروی بلکې د مقاومت د لا پیاوړي کیدا سبب به شي.