د لبنان په عین الحلویه کمپ کې چاودنه شوې
د پنجشنبې په ماښام خبری سرچینو خبر ورکړ چې د لبنان په جنوب کې د عین الحلوه په کمپ کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د پنجشنبې په ماښام خبری سرچینو خبر ورکړ چې د لبنان په جنوب کې د عین الحلوه په کمپ کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د ایرنا د خبر له مخې المیادین خبري چینل د عین الحلوه په کمپ کې د هاوان د ډزو غږونه له اوریدو هم خبر ورکړی.
د تېرې جولای میاشتې په پای کې عین الحلوی کمپ د فتح غورځنګ د ځواکونو او ځینو نورو ډلو ترمنځ د نښتې شاهد و، چې په ترڅ کې یې ۱۱ کسان ووژل شول او تر ۶۰ ډېر ټپیان شول، دغه راز دغو نښتو د کمپ ودانیو ته هم زیانونه اړولي وو.
"عین الحلوه" د فلسطیني کډوالو کمپ د لبنان په سویل کې د صیدا په سیمه کې موقعیت لري.
په عین الحلویه کمپ کې د فلسطینی ډلو ترمینځ وروستۍ نښتې مشکوکې دی او ښایی د صهیونیسټ رژیم دسیسه وی چې په لبنان کې له اسلامی مقاومت سره مخامخ شی .