د تل ابیب امنیت د جنین د امنیت په شرط دی
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس یو مشر په جنین کیمپ باندې دسرائيلي وحشي پوځیانو دتیریو په غبرګون کې خبرداری ورکړ،تل ابیب به د امنیت رنګ ونه ویني
د وحشي صهیونیسټي رژيم نیواکګرو جنایتکارو پوځیانو پرون په پراخو پوځي تجهیزاتو او وحشیتوب سره پر جنین کیمپ یرغل کړی چې وئيل کیږي یوشمیر فلسطنیان ئې شهیدان او ټپیان کړي دي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی،د فلسطین دحماس غورځنګ یوه مشر مشیر المصري الجزیره ټيلیویژنی چینل سره په خبرو کې ددغو وحشي ډوله تیریو په غبرګون کې ووئيل،اسرائيلی دښمن دې پوهه شي چې دتل ابیب امنیت د جنین له امنیت سره ارتباط لري.
المصري همداراز ټینګار وکړ په الاقصی جومات دیرغل او د فلسطینیو رهبرانو او مبارزانو د ترور په دوام سره،اسرائيلی دښمن باید د لویدیځي غاړې دپيښو مسئولیّت په غاړه واخلي.
داپه داسې حال کې دي چې فلسطینی مبارزان،په جنین باندې د صهیونیسټي رژیم دحملو په وړاندې کلک دریدلي دي او له څو ساعتونو سختې نښتې وروسته ،د خبر تر مخابیراکیدا پورې پر کیمپ آرامښت واکمن شوی دی، ابته ځيني خبري سرچینې وائي چې اسرائیلي پوځیان له کیمپه شاتګ کوي او ظاهرا پخپل ماموریّت ترسره کیدا کې ناکام شوي دي.
د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي طارق سلمی هم ټينګار کړی، اسلامی مقاومت له اسرائيلیانو سره دمقابلې لپاره،هره شیبه تیار دی او له درستو آوزارونو څخه استفادې ته دوام ورکوي څو ورسره مقابله وکړئ شي. جنین هم په لویدیځي غاړې کې د مقاومت لپاره یوه مهمه بیلګه ده .