جهاد اسلامي غورځنګ په مقاومت ټینګار وکړ
د «فلسطین الیوم» خبري اژانس راپور ورکړ د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «احمد المدلل» وویل د اسرائیلو جنایتونه مقاومت ته د فلسطین د خلکو د ډیر ټینګار سبب کیږي.
د صهیونیسټ رژيم پوځیانو په تیرو دوو ورځو کښې په غزې تړانګې کښې یو ، په اریحا سیمه کښې یو او په جنین سیمه کښې څلور فلسطینی شهیدان کړل.
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي احمد المدلل» نن ټینګار وکړ دښمن په غزې تړانګې ، جنین او اریحا کښې د دغو شپږو فلسطینیانو په شهیدولو سره نوي جنایتونه کړي او باوري و چې دغه چاره مقاومت ختموي.
هغه ټینګار وکړ که چیرې د فلسطین کوم مشر یا مجاهد ټرور شي نو سلګونو مجاهدین د مقاومت او د جهاد په صفونو کښې د شاملیدا انتظار باسي.
احمد المدلل وویل د فلسطین خلک خپل مقاومت ته دوام ورکوي ځکه دغه شهیدان هغه کسان دي چې د فلسطین د خلکو د ازادۍ او بیرته خپل ټاټوبي ته د ستنیدا لاره هواروي.