د فلسطین مشرانو د مقاومت ډلو په غږملتیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i138978-د_فلسطین_مشرانو_د_مقاومت_ډلو_په_غږملتیا_ټینګار_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس او د جهاد اسلامي غورځنګونو او د فلسطین د ازادۍ د ولسي جبهې مشرانو په بیروت کښې له یوبل سره کتنه وکړه له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ځینو هیوادونو هڅه یې وغندله.
(last modified 2023-09-24T22:02:08+00:00 )
Sep 25, 2023 02:28 Asia/Kabul
  • د فلسطین مشرانو د مقاومت ډلو په غږملتیا ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس او د جهاد اسلامي غورځنګونو او د فلسطین د ازادۍ د ولسي جبهې مشرانو په بیروت کښې له یوبل سره کتنه وکړه له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ځینو هیوادونو هڅه یې وغندله.

د فلسطین د حماس ، د جهاد اسلامي او د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې مشرانو په دغه کتنه کښې د فلسطین د روانو بدلونونو ، د صهیونیسټي دښمن له جنایتونو سره د مقابلې د لارو چارو ، په الاقصی جومات باندې د تیریو د دوام ، د فلسطین د ټاټوبو د الحاق لپاره د نیواکګر رژیم د هڅو ، او د نیواکي قدس ښار پرضد تیریو او د ښارګیو د پراخولو په هکله خبرې وکړې.

د حماس غورځنګ  د سیاسي دفتر نائب رئیس صالح العاروي، د جهاد  اسلامي غورځنګ سرمنشي زیاد النحاله او د حلق جبهې د سرمنشي مرستیال جمیل مزهر په لویدیځې غاړې کښې د مقاومت د زړورو کسانو او د فلسطین د مشرانو د قدرونې په ترڅ کښې د مقاومت ډلو ترمینځ د غږملتیا په دوام او د وسله وال مقاومت په سر کښې د جامع او د پراخ مقاومت د زیاتولو په اهمیت ټینګار وکړ.

د فلسطین د مقاومت مشرانو په الاقصی جومات باندې د تیري لپاره صهیونیسټانو ته بلنه د فلسطین د ملت پرضد د جنګ د اعلانولو په توګه بللي ده او له اسرائیلو سره د مقابلې کولو غوښتنه یې وکړه.