د ایران او د عربستان جوړه ستره بریا ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139312-د_ایران_او_د_عربستان_جوړه_ستره_بریا_ده
العالم ټیلي ويژن راپور راکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد د ایران او د سعودي عربستان روغه جوړه ډیره ستره او د نه اټکل وړ او په عین حال کښې حیرانونکي بریا وبلله.
(last modified 2023-10-01T13:03:40+00:00 )
Oct 01, 2023 12:30 Asia/Kabul
  • د ایران او د عربستان جوړه ستره بریا ده

العالم ټیلي ويژن راپور راکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد د ایران او د سعودي عربستان روغه جوړه ډیره ستره او د نه اټکل وړ او په عین حال کښې حیرانونکي بریا وبلله.

بشار اسد بیګا د  چین له« سي سي ټي وي »ټيلي ويژن چینل سره په مرکه کښې وویل د عربستان پیښه د نورو هیوادونو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو او د نورو مشکلاتو د رامینځته کولو لپاره د لویدیځ په تیره بیا د امریکا د چلول بیلګه ده.

د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل امریکا له سوریې او له دې ورته هیوادونو( عربو ) د خپلو خاص ګټو د تحقق لپاره ګټه پورته کوله او همدغو هیوادونو او ټولې سیمې د لویدیځ د لاسوهونکو سیاستونو بیه ورکړه.

هغه وویل په سوریې کښې جنګ ختم شوی نه دی او د پردیو ځواکونو لاسوهنه د سوریې د کړکیچ د حل په لاره کښې ستر خنډ ګڼل کیږي.

د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل سوریه د لویدیځو هیوادونو لخوا له سختې اقتصادي کلابندۍ سره مخامخ ده او لویدیځ هیوادونه کوشش کوي د سوریې ملت له لوږې سره مخ کړي او که چیرې خارجي لاسوهنه نه وائ نو د سوریې کړکیچ په څو میاشتو کښې حل کیده.

بشار اسد امریکا  په سوریې کښې د غنیمتونو  د ویشلو لپاره له ترهګرو ډلو سره په ملګرتیا کولو تورنه کړه.