د ایران او د عربستان جوړه ستره بریا ده
العالم ټیلي ويژن راپور راکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد د ایران او د سعودي عربستان روغه جوړه ډیره ستره او د نه اټکل وړ او په عین حال کښې حیرانونکي بریا وبلله.
بشار اسد بیګا د چین له« سي سي ټي وي »ټيلي ويژن چینل سره په مرکه کښې وویل د عربستان پیښه د نورو هیوادونو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو او د نورو مشکلاتو د رامینځته کولو لپاره د لویدیځ په تیره بیا د امریکا د چلول بیلګه ده.
د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل امریکا له سوریې او له دې ورته هیوادونو( عربو ) د خپلو خاص ګټو د تحقق لپاره ګټه پورته کوله او همدغو هیوادونو او ټولې سیمې د لویدیځ د لاسوهونکو سیاستونو بیه ورکړه.
هغه وویل په سوریې کښې جنګ ختم شوی نه دی او د پردیو ځواکونو لاسوهنه د سوریې د کړکیچ د حل په لاره کښې ستر خنډ ګڼل کیږي.
د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل سوریه د لویدیځو هیوادونو لخوا له سختې اقتصادي کلابندۍ سره مخامخ ده او لویدیځ هیوادونه کوشش کوي د سوریې ملت له لوږې سره مخ کړي او که چیرې خارجي لاسوهنه نه وائ نو د سوریې کړکیچ په څو میاشتو کښې حل کیده.
بشار اسد امریکا په سوریې کښې د غنیمتونو د ویشلو لپاره له ترهګرو ډلو سره په ملګرتیا کولو تورنه کړه.