په طولکرم کې دوه فلسطیني ځوانان شهیدان شول
د صیهونیسټ رژیم یو پوځی یونټ هم د فلسطینی مبارزانو په کمین کې ګیر شو چی د یوشمیر تجهیزاتو او څو عسکرو له ژوبل کیدا وروسته له سیمې شاتګ ته مجبوره شو
د ایرنا له راپور سره سم د صیهونیسټ رژیم راډیو نن سهار وویل دغه دوه فلسطیني ځوانان په طولکرم کی د شوفه کلی په دروازه کی د صیهونیسټي عسکرو په ډزو کی شهیدان شوي دي .
صیهونیسټي عسکرو نن سهار په طولکرم کیمپ حمله وکړه چی له فلسطیني ځوانان سره ښکیل شول .
د صیهونیسټ رژیم یو پوځی یونټ هم د فلسطینی مبارزانو په کمین کې ګیر شو چی د یوشمیر تجهیزاتو او څو عسکرو له ژوبل کیدا وروسته له سیمې شاتګ ته مجبوره شو .
صیهونیسټان د خپلو پراختیا غواړو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ د فلسطین په مختلفو سیمو حملې او فلسطینان شهیدان او ژوبلوي چی فلسطینان هم د دغو جنایتونو په ځواب کی صیهونیسټي ضد عملیات ترسره کوي .