د لبنان حزب الله هم په اسرائیلو بریدونه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139620-د_لبنان_حزب_الله_هم_په_اسرائیلو_بریدونه_کړي_دي
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په یوې خبر پاڼه کښې وویل د »شهید عماد مغنیه» ډلو په شبعا کروندو کښې د صهیونیسټ رژیم په دریو اډو باندې بریدونه کړي دي.
(last modified 2023-10-08T07:15:11+00:00 )
Oct 08, 2023 08:18 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله هم په اسرائیلو بریدونه کړي دي

المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په یوې خبر پاڼه کښې وویل د »شهید عماد مغنیه» ډلو په شبعا کروندو کښې د صهیونیسټ رژیم په دریو اډو باندې بریدونه کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم پوځ وویل د لبنان له جنوب څخه د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې په» جبل دوف» سیمې باندې د هوانونو یا د توپونو ډزې شوي دي.

د لبنان حزب الله غورځنګ په یوې بیانیې کښې وویل د شهید عماد مغنیه ډلو نن سهار د صهیونیسټ په دریو اډو باندې یعني د ریډار په اډې ، په «زبدین» اډې او« رویسات العلم» اډې باندې بریدونه کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم څوارلسم ټیلي ويژن ټینګار وکړ د لبنان له خاورې په نیواکي ټاټوبو باندې د راکټونو له ویشتل کیدا وروسته د شمالي سیمې قومندانۍ د لبنان سرحد ته نږدې د ټولو تفریحي ځایونو د چټي کیدا حکم ورکړی دی.

له بلې خوا د صهیونیسټ رژیم د پوځ راډیو هم وویل چې د دغه رژیم پوځ هم د لبنان په جنوب کښې په یوشمیر سیمو د توپونو ډزې کړي دي.