د لبنان پر پوله د صهیونیسټي پوځي افسر وژل کیدل
صهیونیسټي پوځ اعلان وکړ چې یو صهیونیسټ افسر له لبنان څخه د نفوذي عملیاتو د مخنیوي په لړ کې وژل شوی دی.
د فلسطین د خبری اژانس ساما د خبر له مخې د صهیونیسټی پوځ ویاند په یوه بیانیه کې د الجلیل ډلې د درې سوه یمې لوا د مرستیال ډګروال علیم سعد د وژل کیدو خبر تائید کړ او ویې ویل چې نوموړی له هغو وسله والو سره په جګړه کې ووژل شو چې له لبنان څخه اشغال شویو سیمو ته ننوتل.
دا په تیرو دولسو ساعتونو کې دوهم صهیونیسټي قومندان دی چې د فلسطیني مقاومت له ځواکونو سره په نښته کې وژل کیږي.
د فلسطین خبری سرچینو د دوشنبې په شپه اعلان وکړ چې د صهیونیسټی رژیم د پوځ قومندان په طولکرم سیمه سیمه کې د القسام له جنګیالیو سره په وسله واله نښته کې ووژل شو.
له بلې خوا د صهيونېسټ رژيم د ۱۴ ټي وي چينل خبريال خبر وركړ چې د صهيونېسټ رژيم د ګولاني لوا په لسګونو غړي د فلسطين په نيواك شويو سيمو د فلسطيني مقاومت په حملو كې ووژل شول.
د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته په پرله پسې دریو ورځو کې ۱۱۰۰ صهیونیسټان وژل شوی او ۲۷۴۱ نور ژوبل شوی دی.
په عین حال کښې لبنانی سرچینو له لبنان سره په سرحد کښې د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو د پراخې الوتنې او د دغه رژیم د پوځیانو د خوځښتونو خبر ورکړ.