قسام کنډکونو حیفا په R160 ډوله توغندیو وویشتله
د حماس پوځي څانګې یعنې د القسام کنډکونو په R160 ډوله توغندیو سره په نیواکي ځمکو کښې د حیفا د هدف ګرځولو خبر ورکړ.
د حماس پوځي څانګې یعنې د القسام کنډکونو په R160 ډوله توغندیو سره په نیواکي ځمکو کښې د حیفا د هدف ګرځولو خبر ورکړ.
د الجزیره چینل د خبر له مخې، القسام کنډکونو پرون په یوې خبرپاڼې کښې وویل: په نیواکي ټاټوبي کښې حیفا ښار مو په R160 ډوله توغندیو هدف وګرځوه.
د دغه خبر له مخې په حیفا کښې د خطر سایرن وغږیده او د چاودنې غږ هم اوریدل شوی دی.
د صهیونیسټي رژيم پوځ هم په دې هکله ویلي دي: د خطر سایرنونه حیفا، ګیلبوع او کارمل ته د ډرون د نفوذ په وجه غږیدلي دي.
د اسرائيلو راډیو هم خبر ورکړ، د صهیونیسټي رژیم پوځ دا نه دي ویلې چې په حیفا کښې د خطر سایرنونه له لبنان یا د غزې له تړانګې د توغندوي حملې په وجه غږیدلي دي.
عیني شاهدانو تاییده کړه چې د حیفا په جنوب کښې د چاودنې او د راکټ د لګیدو غږ اوریدل شوی دی.