د ایران خارجه وزیر عراق او لبنان ته ورځی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139852-د_ایران_خارجه_وزیر_عراق_او_لبنان_ته_ورځی
داپه داسی حال کی ده چی د امریکا حکومت د صیهونیسټ رژیم له جنایتونو په عملي ملاتړ سره خپل خارجه زویر بلینکن تل ابیب ته ورلیږلی دی .
(last modified 2023-10-12T07:41:15+00:00 )
Oct 12, 2023 12:06 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر عراق او لبنان ته ورځی

داپه داسی حال کی ده چی د امریکا حکومت د صیهونیسټ رژیم له جنایتونو په عملي ملاتړ سره خپل خارجه زویر بلینکن تل ابیب ته ورلیږلی دی .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان نن بغداد او بیا به بیروت ته ولاړ شی چی د دوه اړخیزه او سیمه ایزو موضوګانو په اړه د دغو هیوادونو له چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړي .

دا د فلسطین د مقاومت له بریالیو عملیاتو او وروستیو سیمه ایزو بدلونونو او په غزې خلکو د صیهونیسټ رژیم له وحشیانه حملو وروسته د ښاغلی عبداللهیان لومړنې سفر دی .

د یادولو ده چی د ایران ولسمشر او خارجه وزیر په  وروستیو ورځوکې په اسلامي هیوادونو کې له خپلو همڅنګو سره په ټیلي فوني تماسونو کې د اسلامي دولتونو د وحدت ، د غزې  په خلکو د صیهونیسټ رژیم د جنایتکارانه حملو د بندولو او همداراز د اسلامي ملګرتیا سازمان د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو د ضرورت په اړه ټینګار درلودلی دی .