د ایران خارجه وزیر عراق او لبنان ته ورځی
داپه داسی حال کی ده چی د امریکا حکومت د صیهونیسټ رژیم له جنایتونو په عملي ملاتړ سره خپل خارجه زویر بلینکن تل ابیب ته ورلیږلی دی .
د ایرنا له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان نن بغداد او بیا به بیروت ته ولاړ شی چی د دوه اړخیزه او سیمه ایزو موضوګانو په اړه د دغو هیوادونو له چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړي .
دا د فلسطین د مقاومت له بریالیو عملیاتو او وروستیو سیمه ایزو بدلونونو او په غزې خلکو د صیهونیسټ رژیم له وحشیانه حملو وروسته د ښاغلی عبداللهیان لومړنې سفر دی .
د یادولو ده چی د ایران ولسمشر او خارجه وزیر په وروستیو ورځوکې په اسلامي هیوادونو کې له خپلو همڅنګو سره په ټیلي فوني تماسونو کې د اسلامي دولتونو د وحدت ، د غزې په خلکو د صیهونیسټ رژیم د جنایتکارانه حملو د بندولو او همداراز د اسلامي ملګرتیا سازمان د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو د ضرورت په اړه ټینګار درلودلی دی .