اسرائیلو رژیم د ماشومانو په روغتون بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139900-اسرائیلو_رژیم_د_ماشومانو_په_روغتون_بریدونه_وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو پرون په سپین فاسفورس لرونکو بمونو سره د فلسطین د غزې تړانګې په ختیځ کښې د ماشومانو په« شهید محمد الدره» روغتون باندې بمبارې وکړې.
(last modified 2023-10-13T23:29:58+00:00 )
Oct 14, 2023 00:24 Asia/Kabul
  •  اسرائیلو رژیم د ماشومانو په روغتون بریدونه وکړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو پرون په سپین فاسفورس لرونکو بمونو سره د فلسطین د غزې تړانګې په ختیځ کښې د ماشومانو په« شهید محمد الدره» روغتون باندې بمبارې وکړې.

په غزې تړانګې کښې د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره وویل د غزې د ماشومانو شهید محمد الدره روغتون د اسرائیلو لخوا د سپین فاسفورس بمونو له استعمال وروسته خالی کړی شوی دی.

پرون د فلسطین د غزې تړانګې په ډیرو سیمو باندې دوه ځله د صهیونیسټ رژیم لخوا د فاسفورس  لرونکو بمونو حملې شوي دي.

د فلسطین مقاومت ځواکونو له تیرې شنبې ورځې راهسې په نیواکي فلسطین کښې د صهیونیسټ رژیم د مورچو پرضد  د فلسطین له جنوب یعني غزې تړانګې څخه  د طوفان الاقصی په نوم هراړخیزه او بي ساري عملیات پیل کړي دي چې اوس هم دوام لري.

صهیونیسټ رژیم هم له تیرو څو ورځو راهسې د فلسطین د ډیرو سیمو په تیره بیا د غزې تړانګې پرضد خونړیو او وحشي بمباریو او حملو ته دوام ورکړی دی او تراوسه یې له اتلس سوه څخه زیات بې ګناه فلسطینیان شهیدان کړي دي چې زیاتره پکښې ښځې او ماشومان شامل دي.