د فلسطین له مظلومانو ملاتړ د ایران پریکنده سیاست دی
ښاغلی رییسي وویل له خپل زیږنځای د غزې د اوسیدونکیو په زوره کډوالولو په اړه د صیهونیسټ رژیم شرمونکی سیاست که څه هم هیڅکله محقق نشی خو له درستو نړیوالو قوانینو او انساني او اخلاقي اصولو سره په تضاد کی دی .
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي دحکومت د کابینې په غونډه کې د غزې د بی دفاع او مظلومو خلکو پرضد د صیهونیسټ رژیم بوږنونکیو جنایتونو ته په اشارې سره د فلسطین له مظلومو خلکو ملاتړ د ایران پریکنده سیاست وباله .
د ایرنا له راپور سره سم ښاغلی رییسي وویل له خپل زیږنځای د غزې د اوسیدونکیو په زوره کډوالولو په اړه د صیهونیسټ رژیم شرمونکی سیاست که څه هم هیڅکله محقق نشی خو له درستو نړیوالو قوانینو او انساني او اخلاقي اصولو سره په تضاد کی دی .
ښاغلی رییسي د دغو بی ساري جنایتونو په وړاندی د ځینو حکومتونواو نړیوالو ټولنو په چوپتیا په نیوکې سره جوته کړه په خدای باورکونکي ، بشري وجدان او یا د تاریخ باور ته قایل کسان چی د دغو جنایتونو په هکله یې چوپتیا غوره کړی ده ، پوهه شي چی د خپل ننی کړچار په خاطر باید د خدای تعالی په درګاه ، ویښو وجدانونو او د تاریخ قضاوت په وړاندی ځواب ووایی .
په غزه کې د صهیونیسټانو د جنایتونو په دوام کې ددغه ښار د روغتیا وزارت وویل د شهیدانو شمیر ۲۶۷۰ تنو ته رسیدلی دی او زیاته کړې چې تر اوسه پورې ۹۶۰۰ کسان ژوبل شوي هم دي.
د غزې تړانګې په مختلفو سیمو د صهیونیسټ رژیم د جنګیالیو او توپخانو بمبارۍ دوام لري .