د ایران د خارجه وزیرسیمه ایز سفر ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140060-د_ایران_د_خارجه_وزیرسیمه_ایز_سفر_ته_کتنه
هغه څه چی دایران اسلامي جمهوریت پرې ټینګار لری دا دي چی که صیهونیسټ رژیم په غزې تړانګې پراخه مځکنی حمله عملی کړی نو د مقاومت ځواکونو له لوری د متقابل ځواب او په جنګ کې د نویو جبهو د پرانستل کیدا احتمال موجود دې .
(last modified 2023-10-16T08:46:41+00:00 )
Oct 16, 2023 13:12 Asia/Kabul
  • د ایران د خارجه وزیرسیمه ایز سفر ته کتنه

هغه څه چی دایران اسلامي جمهوریت پرې ټینګار لری دا دي چی که صیهونیسټ رژیم په غزې تړانګې پراخه مځکنی حمله عملی کړی نو د مقاومت ځواکونو له لوری د متقابل ځواب او په جنګ کې د نویو جبهو د پرانستل کیدا احتمال موجود دې .

 

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر چی په فلسطین کی په وروستیو بدلونونو پسې د سیاسي پلاوی په مشرۍ د لویدیځې اسیا څلورو هیوادونو ته سفر کړی وو ، د دغو هیوادونو له چارواکو او همداراز د مقاومت له ځینو مشرانو سره له سلاومشورو وروسته تهران ته راستون شو .

د الاقصی توپان په عملیاتوکې د فلسطیني مقاومت له ډلو د صیهونیسټ رژیم په درنده ماته سبب شوه چی د دغه رژیم مشران په وروستیو ورځوکې د غزې تړانګې په ملکیانو پراخې هوایی  حملې وکړي  او همداراز دغه سیمه کلابنده کړی . په همدې دلیل د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم عراق ، لبنان ، سوریې او قطر ته په خپلو سفرونو سره د صیهونیسټ رژیم د دغو جنایتونو د دوام د مخنیوی لپاره سلاومشورې تعقیب کړې .

د امیرعبداللهیان  سفر له عراقه پیل شو او هغه په بغداد کې د عراق له لومړی وزیر او ملی امنیت سلاکار سره د دوه اړخیزه اړیکو او د فلسطین بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې او له هغه وروسته بیروت ته ولاړ  او په دغه سفر کې د لبنان د چارو پرمخ وړونکی لومړی وزیر ، خارجه وزیر ، د پارلیمان له مشر او د لبنان د حزب ا... له عمومي منشی سره کتنه وکړه . هغه بیا دمشق ته ولاړ او په سوریه کی په خپل څو ساعته شتون کې یې له ولسمشر بشار اسد او خارجه وزیر فیصل المقداد سره کتنه وکړه .

د ایران خارجه وزیر له هغه وروسته بیروت ته ورستون شو او د دغه سفر په څلورم مقصد کی د قطر پلازمینې دوحې ته ولاړ او په دوحه کې یې هم د قطر له امیر او خارجه وزیر او همدارنګه د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره د فلسطین د حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې .

امیر عبداللهیان د خالی په ورځ په بیروت کې د خبریالانو په ټول کی وویل مونږه به د سیمې د مشرانو او خارجه وزیرانو په سویه د ضروري ډیپلوماټیکو او غونډو او سیاسی سلاومشورو له لارې د غزې د کلابندۍ د ختمولو او جنایتونو د بندولو لپاره لازمو ډیپلوماټیکو اقداماتو ته دوام ورکړو . نن صیهونیسټان په بدترین وضعیت کی دي او د الاقصی توپان بریالیو او بی ساریو عملیاتویوځل بیا دا ثابته کړه .

په عین حال کی د غزې تړانګې په پوله کې د صیبهونیسټ رژیم د پوځی تیارۍ ډول او د دغې تړانګې د شمال د خالی کولو لپاره خبرداری په سیمه کې د صیهونیسټانو د مځکنیو عملیاتو د احتمال د زیاتیدا ښودنه کوی ، که څه هم د قدس نیواکګر رژیم تراوسه د مقاومت د ځواکونو له غبرګون د ویرې په شمول په یولړ دلیلونو ندې توانیدلې په غزې مځکنی حمله پیل کړي .

هغه څه چی دایران اسلامي جمهوریت پرې ټینګار لری دا دي چی که صیهونیسټ رژیم په غزې تړانګې پراخه مځکنی حمله عملی کړی نو د مقاومت ځواکونو له لوری د متقابل ځواب او په جنګ کې د نویو جبهو د پرانستل کیدا احتمال موجود دې . دایران خارجه وزیر په دې باره کی ویلی دی نن د مقاومت ډلو مشران انسجام لري ، ټولې سناریوګانې یې پلان کړي او د ټولو لاسونه په ټریګر دي .

په غزې کې د جنایتونو د دوام په بڼه کې صیهونیسټ رژیم ته د مقاومت د خبرداری په اړه د امیرعبداللهیان څرګندونې د قدس د نیواکګر رژیم درولو او ورته مقابله کې د مقاومت د چورلیز د هوډ ښودنه کوي .

د ایران د خارجه وزیر د سیمه ایز سفر په اړه بل مهم ټکی هغه هڅه ده چی د اسلامي هیوادونو د وحدت او د فلسطین مسلې ته د هغو د جدی پام په هدف ترسره کیږی ، اوس د فلسطین خلک د صیهونیسټ رژیم له پراخو حملو سره مخامخ دي او تراوسه په زرګونو کسان شهیدان او ژوبل شوي دي ، د جنګ د لمنې د پراختیا خطر موجود دې ،په دې اساس په دغو شرایطو کې له فلسطینانو د اسلامي هیوادونو عملي ملاتړ ضروری دی .