د مقاومت ځواکونو تر دوه نیمو سوو اسرائیلیان اسیر کړي دي
د عزالدین قسام د کنډکونو ویاند وویل چې له ۲۰۰ نه تر ۲۵۰ پورې اسرائیلي اسیران د مقاومت له ځواکونو سره دي.
د فلسطین مقاومني ځواکونو د اکتوبر له اوومې نیټې څخه له غزې نه په نیواکي ځمکو کښې د صهیونیسټي رژیم د سنګرونو خلاف د «طوفان الاقصی» په نامه هراړخیز او بې ساري عملیات پیل کړي دي.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د عزالدین قسام د کنډکونو ویاند "ابوعبیده" وویل: د اسرائيلي اسیرانو شمیر چې د دغې مبارزې فلسطیني ډلې په لاس کښې دي، له ۲۰۰ نه تر ۲۵۰ پورې دی او احتمال شته چې دغه رقم لازیات هم شي.
ابوعبیده وویل چې صهیونیسټي نیواکګر په ځاې د دې چې د مقاومت له ځواکونو سره مقابله وکړي، د غزې د بې پناه خلکو خلاف په خپلو بوږنونکو بریدونو سره د مقاومت په وړاندې د خپلې شرمناکې ماتې د پټولو په لټه کښې دي.
د حماس د پوځي څانګې ویاند په غزې باندې د پوځي یرغل په هکله د صهیونیسټي رژيم د ګواښ په باب هم، په دې خبرې سره چې غزه به د تیري ګرو هدیره شي، ټینګار وکړ: د تیري ګرو داخلیدل به د هغوي د جنایتونو د سزا لپاره یو نوی فرصت وي.
ابوعبیده وویل: صهیونیسټي دښمن هیڅکله فکر نه کوه چې په غزه کښې یو کلابند ځواک دغه رژيم ته د هغه د تاریخ ترټولو ستر ګوذار ورکړي.
دا په داسې حال کښې دي چې عبري رسنیو د صهیونیسټي رژیم د پوځ په حواله ویلي دي چې د دغه رژیم لږترلږه ۱۵۵ پوځیان د حماس په اسارت کښې دي.