د عراق مقاومت ډلې د جنګ میدان ته ورننوتلي دي
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د عراق د« کتائب حزب الله» غورځنګ ویاند جعفر الحسیني ټینګار وکړ په عراق کښې مقاومت ډلې عملاد امریکا په اډو باندې د حملو لپاره د جنګ ډګر ته ورننوتلي دي.
هغه وویل مقاومت ډلې له نن څخه عملا د امریکا په اډو باندې د حملو لپاره د جنګ ډګر ته ورننوتلي دي.
د عراق د کتائب حزب الله غورځنګ ویندوی الحسیني زیاته کړه امریکا د فلسطین د غزې تړانګې د وسیدونکو په وژل کیدا کښې اصلي شریکه ده او د دغو وژلو پایلې باید ومني.
الحسیني د امریکا د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو په هکله هم وویل ټول خلک پوهیږي چې د امریکا ځواکونه له کومو مشکلاتو سره مخامخ دي او مخامخ به شي او په عراق کښې مقاومت ډلو پرون لومړی ګوزار ورکړ او دغه عملیات به په چټکۍ سره دوام ولري.
د عراق د کتائب حزب الله ویندوی جعفر الحسیني ډاګینه کړه په عراق کښې مقاومت ډلې دغه وس او امکانات لري چې د امریکا اډې تباه کړي او حتی امریکایان له عراق څخه وباسي.
رسنیو پرون د عراق په شمال کښې د امریکا په الحریر اډې باندې د بې پایلوټه الوتکې د حملې خبر ورکړ.
د دغه خبرې له خپریدا څو شیبې وروسته د عراق یوې ډلې « تشکیل الوارثین» وویل د امریکا په الحریر اډې یې برید کړی او دغه اقدام یې د فلسطین د ملت او د طوفان الاقصی د عملیاتو د ملاتړ لپاره ترسره کړی دی.