د غزې مبارزان به خپل راتلونکی وټاکي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141442-د_غزې_مبارزان_به_خپل_راتلونکی_وټاکي
المیادین ټيلي ويژن راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر سید هاشم صفي الدین ټینګار وکړ: د حزب الله قدرت له مخکې څخه زیات شوی او د فلسطین د غزې مبارزان به راتلونکی وټاکي.
(last modified 2023-11-12T09:28:16+00:00 )
Nov 12, 2023 12:31 Asia/Kabul
  • د غزې مبارزان به خپل راتلونکی وټاکي

المیادین ټيلي ويژن راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر سید هاشم صفي الدین ټینګار وکړ: د حزب الله قدرت له مخکې څخه زیات شوی او د فلسطین د غزې مبارزان به راتلونکی وټاکي.

هغه په دې خبرې سره چې مونږ هماغه راز له صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې معادلې ته پاې بنده یوو او مقاومت ادامه لري وویل زمونږ په لاسونو کښې وسلې شته چې له صهیونیسټي دښمن سره مبارزه وکړو.

صفي الدین وویل هغه څه چې د فلسطین په غزې تړانګې کښې رامینځته کیږي په دغه مسلې باندې ټینګار لري چې په نړۍ کښې  په هیڅ قدرت باندې تکیه نشو کولای ځکه چې مونږ له داسې دښمن سره مخامخ یوو چې هیڅ ارزښت ته پاې بنده نه دی.

د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر هاشم صفي الدین دې ته په اشارې سره چې صهیونیسټي دښمن د امریکا په سیاسي پوښښ سره د فلسطین د خلکو وژلې او تیریو ته دوام ورکوي چې په غزې کښې په هر شي باندې حملې وکړي ټینګار وکړ امنیت زمونږ په وینې وسلو او قدرت سره رامینځته کیږي.

صفي الدین وویل صهیونیسټي  دښمن د لبنان د ورانولو او له لبنان څخه د غچ اخیستلو لپاره هر ډول هڅه کوي او مونږ د مقاومت د معادلاتو په دلیل شاتګ کړی دی.

د حزب الله غورځنګ دغه چارواکي وویل که چیرې دښمن ګومان کوي چې د فلسطین د حماس یا د مقاومت د نورو ډلو د له مینځه وړلو  توان لري نو له وهم سره مخ شوی ځکه چې د مقاومت شتون او قدرت له مخکې څخه زیات او پراخ شوی.

هغه ټینګار وکړ د فلسطین ودانۍ او روغتونونه به له مخکې څخه ښه جوړ شي او مقاوت به لا پسې قوي شي ځکه چې دا یو حقیقي مقاومت  دی.

د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا مشر صفي الدین وویل د فلسطین د غزې تړانګې اتل مبارزان راتلونکی ټاکي او هغوې په کمو وسلو سره د صهیونیسټ دښمن په ټانکونو بریدونه کوي او راتلونکی به د ځان په ګټه وټاکي.