د صهیونیسټي رژیم له لورې د اسماعیل هنیه پر کور بمباري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141662-د_صهیونیسټي_رژیم_له_لورې_د_اسماعیل_هنیه_پر_کور_بمباري
د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې په لویدیځ کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر پر کور بمباري کړې ده.
(last modified 2023-11-16T08:02:37+00:00 )
Nov 16, 2023 12:21 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم له لورې د اسماعیل هنیه پر کور بمباري

د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې په لویدیځ کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر پر کور بمباري کړې ده.

د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې په لویدیځ کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر پر کور بمباري کړې ده.

د روسیا الیوم د راپور له مخې، نن (پنجشنبه) د صهیونیسټی رژیم جنګی الوتکو په الشاطي کیمپ کې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه کور بمبار کړی او په بشپړ ډول یې لمنځه وړی دی.

د اسرائیلو د پوځ ویاند همدا راز ادعا کړې، چې د «ناحال» لوا ځانګړو ځواکونو د الشاطي کمپ ته د ننوتلو پر مهال د حماس د سمندري ځواکونو یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او له منځه وړي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند زیاته کړه چې د صهیونیسټي پوځ د توپچي کنډک جنګي ډلې د چاودیدونکو موادو کمربندونه، چاودیدونکي بیلرونه، د آر پي جي مرمۍ، د ټانک ضد مرمۍ او استخباراتي اسناد په شمول بیلابیل وسایل کشف او ضبط کړي دي.

صهیونیسټانو څو میاشتې مخکې د غزې د الشیخ رضوان په ګاونډ کې د اسماعیل هنیه په کور بمباري وکړه چې له امله یې څوارلس تنه شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.

د نومبر په لسمه فلسطيني سرچينو خبر ورکړ چې د حماس د سياسي دفتر د مشر لمسي د غزې په تړانګه کې پر يوه ښوونځي د اسرائيلو له بريد وروسته شهيد شو.