اشغال شوي قدس ته نږدې استشهادي عملیات
بیت المقدس ته نژدې د اشتشهادي په عملیاتو کې لږ تر لږه اووه تنه صهیونیسټان ټپیان شول.
بیت المقدس ته نژدې د اشتشهادي په عملیاتو کې لږ تر لږه اووه تنه صهیونیسټان ټپیان شول.
هره ورځ صهیونیسټي پوځیان او نیواکګر په مختلفو پلمو د فلسطین مظلوم ولس وژني او یا یې بندیانوي چې فلسطینیانو هم د صهیونیسټانو د جنایتونو په ځواب کې مقاومتي عملیات ترسره کوي .
د صهیونیسټ رژیم د ۱۲ چینل د راپور له مخې څلور فلسطینی ځوانانو نن سهار د قدس او بیت المقدس ترمینځ د تلاشۍ په پوسته کې په صهیونیسټ میشته پوځیانو ډزې وکړې .
د دغه رپور له مخې په دغو عملياتو کې شپږ صهیونیسټان ژوبل شوي هم دي چې د يو تن روغتيايي حالت نازک دى.
د دغه رپوټ له مخې صهیونیسټی پوځیانو هم د دغه عملیاتو په عاملانو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې درې تنه شهیدان شول.
د دغه رپوټ له مخې له دغو عملياتو وروسته يو زيات شمېر صهيونېسټ فوځيان د عملياتو سيمې ته ورسېدل او د اسرائيلو د فوځ يوه چورلکه هم د دغه عملياتو د څلورم عامل د موندلو لپاره د سيمې په آسمانونو کې ګزمې کوي.
د نیواکګرو په خلاف د استشهادي دغه عملیات په داسې حال کې ترسره کیږی چې په غزې تړانګه کې د صهیونیسټ رژیم تیری او جنایتونه په ۴۱مه ورځ هم دوام لری.
هغه جنايتونه چې تر اوسه يې څه د پاسه ۱۲ زره تنه شهيدان او تر ۲۹ زرو زيات ټپيان او بې ځايه کړي دي.