د اسرائیلي بندیانو کورنیو د نتانیاهو پر ضد پراخ لاریون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141670-د_اسرائیلي_بندیانو_کورنیو_د_نتانیاهو_پر_ضد_پراخ_لاریون_وکړ
د غاصب رژيم د پوځ وياند "دانيال هاګاری" له دې مخکې منلې وه چې د الاقصي د طوفان له پيله تراوسه پورې په غزه کښې د برمته شويو اسرائيلي بنديانوشمېر ٢٤٢ تنو ته رسېدلى دى.
(last modified 2023-11-16T22:42:16+00:00 )
Nov 17, 2023 03:10 Asia/Kabul
  • د اسرائیلي بندیانو کورنیو د نتانیاهو پر ضد پراخ لاریون وکړ

د غاصب رژيم د پوځ وياند "دانيال هاګاری" له دې مخکې منلې وه چې د الاقصي د طوفان له پيله تراوسه پورې په غزه کښې د برمته شويو اسرائيلي بنديانوشمېر ٢٤٢ تنو ته رسېدلى دى.

د اسرائیلي بندیانو کورنیو د پرله پسې دریمې ورځې لپاره د نتانیاهو د کابینې د نه جدي توب پر ضد لاریون وکړ.

د اسرائیلي بندیانو یو زیات شمیر کورنیو د تل ابیب له خوا د الاقصی د طوفان په عملیاتو کې د ناکامۍ او د دغو بندیانو د بیرته ستنیدو د ځنډیدو په اعتراض کې د میشتو اسرائیلي بندیانو سره یو ځاید نیواکی بیت المقدس په لور پنځه ورځنی لاریون پیل کړی دی.

د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې یو زیات شمېر صهیونیسټان له تل ابیب د بیت المقدس په لور روان شول او هغوی پلان لری چې تر نیواک لاندې بیت المقدس ته ورسیږی او د اسرائیلو د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د کور مخې ته سره راغونډ شی او له نتانیاهو د اسرائیلی بندیانو د بېرته ستنولو لپاره د جدی اقدام غوښتنه وکړی.

د غاصب رژيم د پوځ وياند "دانيال هاګاری" له دې مخکې منلې وه چې د الاقصي د طوفان له پيله تراوسه پورې په غزه کښې د برمته شويو اسرائيلي بنديانوشمېر ٢٤٢ تنو ته رسېدلى دى.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د فلسطین د څه دپاسه اوه لسیزو نیواک او د غزې د څه دپاسه دوو لسیزو د محاصرې او په زرګونوفلسطیني  بندیانو او شکنجه کولو په غبرګون کښې د اکتوبر په اوومه نیټه د الاقصی طوفان په نوم عملیات پیل کړل .. دا عملیات د دغه رژیم پر وړاندې د مقاومت یو تر ټولو خونړی برید وو.

صهیونیسټي رژیم د دغه عملیاتو په غبرګون کښې په غزې باندې سخت بریدونه پیل کړل او دغه سیمه یې تر بشپړې محاصرې لاندې کړه او حتی یو شمیر اسرائیلي بندیان یې ووژل. د صهیونیسټ رژیم حملې د څه دپاسه یولس زره فلسطینیانو د شهادت او د زرګونو نورو د بې کوره کیدو او ژوبلیدو سبب شوی دی.