المیادین ټيلویژن د فلسطین مدافع او دحق پیغام خورونکی چینل دی
د لبنان د حزب ا...غورځنګ د عمومی منشي مرستیال ووئیل،دغه پاکه وینه به د فلسطین د ملت او مجاهدینونو او شهیدانو له وینې سره یوځای دصهیونیسټي وحشي رژيم په نسکوریدا کې د چټکتیا سبب شي.
د لبنان د حزب ا...غورځنګ مرستیال شیخ نعیم قاسم د المیادین ټيلویژنی چینل د خبریالانو کورنیو ته د هغوي د شهادت په مبارکۍ او تسلیّت وئیلو سره دغه خبری چینل د حق پیغام خورونکی او د فلسطین مدافع چینل وبالۀ.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،شیخ نعیم قاسم په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،چې د المیادین چینل دخبریالانو شهادت د مقاومت په لاره کې دعزت او ویاړ میډال دی .
هغه ددې خبرې په کولوسر ه چې دښمنان د فلسطین او المیادین له پیغامه ویریدلي دي ،ووئیل؛په همدې دلیل دوي د مقاومات د غږ د غلي کولو لپاره دغه جنایت کړی دی خو دوي نادان او حقیر دی او دغه د حق چغه نشي غلي کولئ.
د لبنان د حزب ا...غورځنګ د عمومی منشي مرستیال ووئیل،دغه پاکه وینه به د فلسطین د ملت او مجاهدینونو او شهیدانو له وینې سره یوځای دصهیونیسټي وحشي رژيم په نسکوریدا کې د چټکتیا سبب شي.
المیادین ټيلیویژنی چینل پرون وئیلی دي،چې د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو ددغه چینل په یوه خبری ټيم باندې بمباري کړې چې یو خبریال فرح عمر او کیمره مین ربیه المعماري پکې شهیدان شوي دي .