صهیونیسټ دښمن خپلو هدفونو ته ونه رسید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142088-صهیونیسټ_دښمن_خپلو_هدفونو_ته_ونه_رسید
ایرنا خبري اژانس د عربي یویشتم چینل په قول راپور ورکړ په خارج کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس مشر خالد مشعل په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د مقاومت حالت ښه دی جوته کړه صهیونیسټي دښمن د خپلو هدفونو په پوره کیدا کښې پاتې راغی.
(last modified 2023-11-25T04:15:05+00:00 )
Nov 25, 2023 07:48 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ دښمن خپلو هدفونو ته ونه رسید

ایرنا خبري اژانس د عربي یویشتم چینل په قول راپور ورکړ په خارج کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس مشر خالد مشعل په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د مقاومت حالت ښه دی جوته کړه صهیونیسټي دښمن د خپلو هدفونو په پوره کیدا کښې پاتې راغی.

هغه په دې خبرې سره چې هیله من یوو له صهیونیسټ رژیم سره جنګ اوږد نشي وویل حماس ځان د یوه اوږد جنګ لپاره چمتو کړی دی انساني حالت مونږ دردوي خو سبب نه کیږي چې خپلې لارې ته دوام ورنکړو.

خالد مشعل دې ته په اشارې سره چې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم له اته څلویښت ورځې یرغل وروسته د مقاومت حالت ښه دی او د پوځي لیکې مشران په صحت او سلامتیا کښې دي وویل یوشمیر مبارزان، د مقاومت مشران او د هغوې خپلوان په غزې جنګ کښې شهیدان شول خو هغوې په لومړي صف کښې نه وو.

په خارج کښې د حماس غورځنګ مشر خالد مشعل په دوام کښې د راتلونکو احتمالي سناریوګانو په هکله وویل صهیونیسټي دښمن د غزې په جنګ کښې د خپل هر ډول هدف په تحقق کښې ناکامه شو او سره له دې چې ځینې کسان یې  د غزې له شمال څخه وکوچول خو د فلسطین اکثره ښاریز په خپلو سیمو کښې پاتې شول.

هغه وویل د مقاومت اتلان به د دښمن ټول پلانونه تر پښو لاندې کړي او له جنګ څخه وروسته په غزې کښې واکمنۍ به د دښمن د غوښتنې پراساس  نه وي.