عربستان د سیمې د ثبات لپاره له ایران سره ملګرتیا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142104
الجزیرې ټیلي ويژن راپور راکړی د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «علي الیوسف» په سیمه کښې د ثبات د تضمین په لړ کښې له ایران سره په ملګرتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-11-25T09:28:11+00:00 )
Nov 25, 2023 13:43 Asia/Kabul
  • عربستان د سیمې د ثبات لپاره له ایران سره ملګرتیا کوي

الجزیرې ټیلي ويژن راپور راکړی د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «علي الیوسف» په سیمه کښې د ثبات د تضمین په لړ کښې له ایران سره په ملګرتیا ټینګار وکړ.

هغه د بحرین د منامې په امنیتي غونډې کښې وویل په سیمه کښې د ثبات د تضمین لپاره له ایران سره ملګرتیا کوو.

الیوسف دغه راز په غزې تړانګه کښې د سمدستي اوربند او د فلسطین د ملکي وګړو د وژلې په بندیدا ټینګار وکړ.

د منامې د خبرو اترو په نوم د منامې امنیتي غونډه همدا اوس د بحرین په پلازمینې کښې د ترسره کیدا په حال کښې ده.