غزې ته رسیدلې مرستې پوره نه دي
د غزې د روغتیا وزارت عمومي رییس د غزې تړانګې ته د رسیدلو بشري مرستو کمښت ته اشاره کړې ده.
د الجزیره چینل د راپور له مخې، د غزې د روغتیا وزارت عمومي مشر منیر البرش وویل: هغه تیل او طبي مرستې چې تر اوسه غزې ته په ځانګړې توګه د دې تړانګې شمالي سیمو ته رسیدلې دي، ډیرې محدودې او ناکافي دي. "
البرش څرګنده کړه: د غزې د تړانګې په روغتونونو باندې د صهيونېسټ رژيم د فوځ په حملو کښې پاتې کنډولې د یو څرګند جنایت نښې دي.
د غزې د روغتیا وزارت عمومي مدیر په دې خبرې سره چې د انډونیشیا روغتون په یوې کنډولې بدل شوی دی، زیاته کړه: د روغتون او ناروغانو اساسي اړتیا د طبي مرستو په تیره بیا د طبي وسایلو او درملو ور رسیدل دي.
ملګرو ملتونو هم اعلان وکړ چې پرون د غزې تړانګې په شمال کې د طبي مرستو، خوراکي توکو او د اوبو په محمولو مشتملې 61 بار وړونکې لارې د غزې په شمال کښې خالي شوې دي.
دا په داسې حال کښې دی چې د حماس غورځنګ او صهیونیسټ رژیم ترمینځ د موافقې له مخې باید هره ورځ د بشری مرستو ۲۰۰ ګاډي غزې تړانګې ته داخل شی خو تراوسه ۲۴۸ لارۍ دغې سیمې ته رسیدلې دي.