د امریکائي عسکروپه عین الاسد پوځي مرکز بیاډرونزحمله شوي
خبری سرچینو دعراق په لویدیځ کې په عین الاسد پوځي مرکز کې د امریکائي پوځیانو په مرکز بیا د ډرونز برید خبر ورکړی.
المینار خبری چینل راپور ورکړ،دعراق د اسلامی مقاومتي غورځنګ په یوې، اعلامیې کې وئيلی دي،دغزې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژیم د څاروي ډوله جنایتونو په ځواب کې په عراق کې په عین الاسد امریکائي پوځی مرکز د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.
د سیمې اسلامی مقاومتي مبارزانو د اکتوبر له اومې نیټې طوفان الاقصی عملیاتو پسې په عراق او سورئې کې د امریکائي پوځيانو پرمرکزونو سختې توغندوي او ډرونز حملو ته دوام ورکړی دی.
داپه داسې حال کې دي چې دعراق اسلامی مقاومتي غورځنګ په غزې کې د اسرائیلو دوحشي ډوله جنایتونو او حملوڅخه د امریکایانو په بشپړ ملاتړونو پسې امریکا ته خبرداری ورکړیؤ چې په سیمې کې به دامریکائي پوځيانو مرکزونه د دو ي ډ ډرونز او توغندیو په شیشت کې راولي .