د غزې د شهیدانو شمیر ۲۰ زرو ته ورسید
په غزه کښې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خبري دفتر بیګا وویل چې د اکتبور په اوومه نیټه د جنګ له پیل راهیسې په غزه کښې د شهیدانو شمیر ۲۰ زره تنو ته رسیدلی دی.
په غزه کښې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خبري دفتر بیګا وویل چې د اکتبور په اوومه نیټه د جنګ له پیل راهیسې په غزه کښې د شهیدانو شمیر ۲۰ زره تنو ته رسیدلی دی.
د ایرنا د خبر له مخې، په دغو کښې ۸ زره ماشومان او ۲ زره ۲۰۰ ښخې دي.
د دغه دفتر د رپوټ له مخې، تراوسه ۵۲ زره او ۶۰۰ تنه په دغه خونړي جنګ کښې زخمي شوي دي.
د روان ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر په ۷ نیټه د فلسطین د مقاومت ځواکونو د غزې له جنوبې سیمې څخه د قدس د نیواکګر رژیم په خلاف د «الاقصی طوفان» په نوم یو ناڅاپي عملیات پیل کړل او دغه رژیم یې د غچ اخیستنې او تاوان د جبرانولو لپاره د غزې د تړانګې ټولې سرحدي لارې وتړلې او د مقاومت د عملیاتو د مخنیوي لپاره یې دا سیمه بنده کړې او بمبارۍ پرې کوي.