Dec 22, 2023 05:56 Asia/Kabul
  • اسرائیل غزې ته د مرستو د ورتلو مخه نیسي

القدس پریس راپور ورکړ د مصر د بهرنیو چارو وزیر «سامع شکري» وویل له غزې تړانګې سره بشردوستانه مرستې په العریش او رفح سرحدي لاره کښې جمع شوي او اسرائیل غزې تړانګې ته د مرستو د ورتلو مخه نیسي.

د مصر خارجه وزیر سامح شکري په قاهرې کښې د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل په غزې تړانګه کښې اوسنی حالت د نه منلو وړ دی او د ملګروملتونو امنیت شورا باید په غزې تړانګه کښې د ورانیو مسوولیت پرغاړه واخلي.

سامع شکري وویل د فلسطین په غزې تړانګه کښې د خلکو وژل او د کورونو ړنګول هیڅکله د منلو وړ نه دي او په غزې کښې اته زره فلسطیني ماشومان ووژل شول او نشو کولای سیاسي ملاحظات له بشر دوستانه ملاحظاتو بره وګڼو.

 

ټیګونه