اسرائیلو د لبنان د حزب الله څلور غړي شهیدان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144128-اسرائیلو_د_لبنان_د_حزب_الله_څلور_غړي_شهیدان_کړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله بیګا د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم په حملې کښې د خپلو څلورو غړیو د شهادت خبر تائید کړ.
(last modified 2024-01-01T23:43:25+00:00 )
Jan 02, 2024 03:02 Asia/Kabul
  • اسرائیلو د لبنان د حزب الله څلور غړي شهیدان کړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله بیګا د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم په حملې کښې د خپلو څلورو غړیو د شهادت خبر تائید کړ.

حزب الله وویل زمونږ یو غړی« عبدالجلیل علي حمزه» د قدس په لاره کښې شهید شوی دی.

دغه راز حسین احمد یحیی چې لقب یې جواد و ، موسی حسن شیت چې لقب یې هادي و او جهاد موسی شیت چې لقب یی ابو حسین و ټول د لبنان په جنوب کښې د کفرکلا سیمې وسیدونکي وو چې د فلسطین د قدس په لاره کښې شهیدان شول.

رسنیو بیګا وویل چې د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو د لبنان په جنوب کښې په الناقوره سیمې دوه توغندي ویشتلي وو.

له بلې خوا د صهیونیسټ رژیم یوې بې پایلوټه الوتکې د لبنان په جنوب کښې په اللبونه سیمې باندې بمبارې کړي دي.

دغه بمبارې د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم تر نیواک  لاندې  په دریو اډو باندې د لبنان د حزب الله غورځنګ له حملو وروسته ترسره شوي دي.

د لبنان حزب الله د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ پوځیانو په حدب البستان پوځي اډې باندې برید کړی و.

د لبنان حزب الله غورځنګ د فلسطین د مقاومت ډلو د ملاتړ لپاره  هره ورځ د اسرائیلو د نیواکګر رژیم پرضد سخت عملیات کوي.