اسرائیلو د لبنان د حزب الله څلور غړي شهیدان کړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله بیګا د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم په حملې کښې د خپلو څلورو غړیو د شهادت خبر تائید کړ.
حزب الله وویل زمونږ یو غړی« عبدالجلیل علي حمزه» د قدس په لاره کښې شهید شوی دی.
دغه راز حسین احمد یحیی چې لقب یې جواد و ، موسی حسن شیت چې لقب یې هادي و او جهاد موسی شیت چې لقب یی ابو حسین و ټول د لبنان په جنوب کښې د کفرکلا سیمې وسیدونکي وو چې د فلسطین د قدس په لاره کښې شهیدان شول.
رسنیو بیګا وویل چې د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو د لبنان په جنوب کښې په الناقوره سیمې دوه توغندي ویشتلي وو.
له بلې خوا د صهیونیسټ رژیم یوې بې پایلوټه الوتکې د لبنان په جنوب کښې په اللبونه سیمې باندې بمبارې کړي دي.
دغه بمبارې د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم تر نیواک لاندې په دریو اډو باندې د لبنان د حزب الله غورځنګ له حملو وروسته ترسره شوي دي.
د لبنان حزب الله د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ پوځیانو په حدب البستان پوځي اډې باندې برید کړی و.
د لبنان حزب الله غورځنګ د فلسطین د مقاومت ډلو د ملاتړ لپاره هره ورځ د اسرائیلو د نیواکګر رژیم پرضد سخت عملیات کوي.