یمن دامریکا په پوځی باروړونکی کشتۍ توغندوی حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145130-یمن_دامریکا_په_پوځی_باروړونکی_کشتۍ_توغندوی_حمله_وکړه
ده زیاته کړه: د نیواکي فلسطین بندرونو ته د اسرائیلو او له اسرائیل سره اړونده بیړیو د تیریدو مخنیوی ته د غزې تړانګې د محاصرې تر ختمیدو پورې دوام ورکوو.
(last modified 2024-01-22T23:21:11+00:00 )
Jan 23, 2024 03:48 Asia/Kabul
  • یمن دامریکا په پوځی باروړونکی کشتۍ  توغندوی حمله وکړه

ده زیاته کړه: د نیواکي فلسطین بندرونو ته د اسرائیلو او له اسرائیل سره اړونده بیړیو د تیریدو مخنیوی ته د غزې تړانګې د محاصرې تر ختمیدو پورې دوام ورکوو.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند بیګا  اعلان وکړ چې د عدن په خلیج کې د امریکا د یوې بار وړونکې بېړۍ په وړاندې د یمنی جنګیالیو بریالی عملیات ترسره شول.

د ایرنا د خبر له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند برید جنرال یحیی سریع د دغه عملیاتو په بیانولو کښې وویل د یمن سمندری ځواکونو په عدن  خلیج کښې د امریکې د فوځی بار وړونکې بیړۍ « په خلاف په مناسبو سمندری توغندیو سره پوځی عملیات ترسره کړل.

هغه په ​​دې خبرې سره چې په یمن دامریکا او انګلستان حملې به بې ځوابه پاتې نشی او ویې ویل هرډول نوی حملې به بې ځوابه پاتې نشی او سزا به ورکړل شی .

ده زیاته کړه: د نیواکي  فلسطین بندرونو ته د اسرائیلو او له اسرائیل سره اړونده بیړیو د تیریدو مخنیوی ته  د غزې تړانګې د محاصرې تر ختمیدو پورې دوام ورکوو.

هغه زیاته کړه: مونږ د یمن د دفاع د حق په چوکاټ کښې هر ډول دفاعي او یرغلیز اقداماتو او د فلسطین ملاتړ ته دوام ورکوو.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند همدارنګ څرګنده کړه: مونږ به په سور او عرب سمندر کښې د ګواښونو ټولې سرچینې په نښه کولو سره په دغه هېواد باندې د امریکې او انګرېزانو هر ډول حملې ته ځواب ورکړو.