یمن دامریکا په پوځی باروړونکی کشتۍ توغندوی حمله وکړه
ده زیاته کړه: د نیواکي فلسطین بندرونو ته د اسرائیلو او له اسرائیل سره اړونده بیړیو د تیریدو مخنیوی ته د غزې تړانګې د محاصرې تر ختمیدو پورې دوام ورکوو.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند بیګا اعلان وکړ چې د عدن په خلیج کې د امریکا د یوې بار وړونکې بېړۍ په وړاندې د یمنی جنګیالیو بریالی عملیات ترسره شول.
د ایرنا د خبر له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند برید جنرال یحیی سریع د دغه عملیاتو په بیانولو کښې وویل د یمن سمندری ځواکونو په عدن خلیج کښې د امریکې د فوځی بار وړونکې بیړۍ « په خلاف په مناسبو سمندری توغندیو سره پوځی عملیات ترسره کړل.
هغه په دې خبرې سره چې په یمن دامریکا او انګلستان حملې به بې ځوابه پاتې نشی او ویې ویل هرډول نوی حملې به بې ځوابه پاتې نشی او سزا به ورکړل شی .
ده زیاته کړه: د نیواکي فلسطین بندرونو ته د اسرائیلو او له اسرائیل سره اړونده بیړیو د تیریدو مخنیوی ته د غزې تړانګې د محاصرې تر ختمیدو پورې دوام ورکوو.
هغه زیاته کړه: مونږ د یمن د دفاع د حق په چوکاټ کښې هر ډول دفاعي او یرغلیز اقداماتو او د فلسطین ملاتړ ته دوام ورکوو.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند همدارنګ څرګنده کړه: مونږ به په سور او عرب سمندر کښې د ګواښونو ټولې سرچینې په نښه کولو سره په دغه هېواد باندې د امریکې او انګرېزانو هر ډول حملې ته ځواب ورکړو.