د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو دفتر:
اسرائیل رژیم غزې سره د بشري مرستو اجازه نه ورکوي
د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر مشر رسنیو ته ویلي چي صهیونیست رژیم غزې ته د بشري مرستو د استولو لپاره د ملګرو ملتونو له غوښتنو سره مخالفت کړی دی.
د الجزیرې له راپور سره، د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر (انروا) کمېشنر فیلیپ لازارینی وویل: له وروستي ځل څخه چي غزې ته مو خواړه استولي دي، درې ورځې تېري شوي دي، خلګ وژي دي خو اسرائیل رژیم د غزې شمال ته د خوړو د استولو لپاره زمونږ غوښتنو ته منفي ځواب ورکوي.
د ایرنا له راپور سره سم، صهیونیستي رسنۍ ویلي دي چي د اسرائیل د رژیم د جنګ کابینې د غزې شمال ته د هر ډول بشري مرستو په استولو بندیز لګولي دي.
دا په داسي حال کې دی چي په غزې کې د ښځو او ماشومانو په شمول دوه میلیونه انسانان د اسرائیل د رژیم د محاصرې او بریدونو د امله، خوړو او د څښاک اوبو ته لاسرسي نه لري او له سختې لوږې سره مخ دي.