د لبنان حزب الله د صهیونیسټانو یو مرکز په نښه کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i147248-د_لبنان_حزب_الله_د_صهیونیسټانو_یو_مرکز_په_نښه_کړ
د لبنان حزب الله غورځنګ په بې پایلټه الوتکې سره د صهیونیسټي نیواکګرو د یو پوځي مرکز د هدف ګرځولو خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-03-06T23:21:32+00:00 )
Mar 07, 2024 03:46 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله د صهیونیسټانو یو مرکز په نښه کړ

د لبنان حزب الله غورځنګ په بې پایلټه الوتکې سره د صهیونیسټي نیواکګرو د یو پوځي مرکز د هدف ګرځولو خبر ورکړی دی.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې حزب الله پرون وویل: د فلسطین د مقاومت په ملاتړ او د لبنان په سویلي سیمو باندې د صهیونیسټي رژيم د بریدونو په ځواب کښې، په المطله سیمه کښې د نیواکګرو پوځیانو په یوې اډې باندې د ډرون حمله وشوه.

د لبنان په پارلیمان کښې مقاومت ته د وفاداره فراکسیون غړي علي فیاض په دې هکله وویل: د لبنان مقاومت له اسرائیلي دښمن سره د جنګیدو لپاره خپل یوازې ۵ فیصده توان کارولی دی.

له دغې سیمې بل خبر دا چې فلسطیني رسنیو پرون په نیواکي قدس کښې د صهیونیسټي ضده عملیاتو رپورټ ورکړی دی.

فلسطیني سرچینې زیاتوي چې په یادو عملیاتو کښې په یو صهیونیسټي باندې حمله شوې ده.

له دغو عملیاتو وروسته د نیواکګر رژیم پوځیانو هم سیمه کلابنده کړه او په دې لړ کښې یې تحقیقات او پلټنې پیل کړې.